کابل: طالبانو سروبي کې يوه پوسته نيولې- شپږ پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۳) د کابل امنيتي مسئولين وايي، طالبانو تېره شپه د سروبي ولسوالۍ مربوط د نغلو سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې برید کړی چې په ترڅ کې يې لسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د پوليسو وياند حشمت الله ستانکزی وايي، په دغه بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، د کابل د پوليسو امنيې قومندان سيمې ته تللی ترڅو د پېښې ځای له نږدې وګوري.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، د نغلو سيمه کې د برید پرمهال طالبانو پوسته ونيوله چې په پايله کې يې شپږ پوليس وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

خبرپاڼه کې راغلي، له يادې پوستې څخه طالبانو پنځه ميله سپکه او درنه وسله او په زياته اندازه مهمات او جنګي توکي هم نيولي زياتوي چې په دې نښته کې دوه تنه طالبان ټپيان شوي دي.

طالبانو په دې وروستيو کې د نورو ولايتونو سربيره د کابل اړوند ولسواليو کې هم وسله وال او چريکي بريدونه ډير کړي چې څو ورځې مخکې يې د کابل ښار په زړه کې د پکتيکا د ځانګړو ځواکونو مشهور قومندان عزيزالله کاروان په يوه چريکي بريد کې له منځه يوړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close