کابل: غبرګو چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۴)

نن مازدیګر ناوخته د کابل ښار په لویدیځ کې د شپږمې حوزې اړوند د مزاري په واټ کې د پهلوانۍ یوه کلب کې چاودنه وشوه.
د رابورونو ترمخه، بریدګر لومړی د یاد ورزشي کلب ساتونکی وواژه او بیا سالون ته ننوت او ځانته یې چاودنه ورکړه.

د کورونیو چارو وزارت وایی په یاد برید کې ۴ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
تر برید څو شیبې وروسته د برید په ځای کې راټول شوي ویرجن کسانو د دوهمې چاودنې ښکار شول.
د کابل پولیس وایي، برید داسې مهال وشو چې په سیمه کې د قربانیانو کورنیو شمعې بلې کړې وې او خبریالان سیمې ته د راپور جوړولو لپاره رسیدلي و.
چارواکی وایي، په دوهمه چاودنه کې د ۳ خبریالانو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي.
د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي ، تر اوسه د ۱۴ کسانو مړي او ۲۵ ټپیان بیلابیلو روغتونو ته لیږدول شوي.

تر اوسه د پیښې پړه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې .

خو په تیرکې د کابل په لویدیځ کې پر میشتو شیعه ګانو او نورو ملکي ځایونو د حملو مسؤلیت د داعش ډلې منلی و

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close