په فرانسيه کې تروريستي پېښه/کابل غږ

اوروپايي هېوادونو د منخنۍ اسيا او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو ته روزل شوي ترورستان راليږي او غواړې په تورورستي اعمالو سره  اسلامي هېوادنه په اقتصادي ، تعلمي ، فرهنګي برخو کې له نورو پرمختللو هېوادونو او سياليو څخه وروسته پاتې کړي ، چې اوس دا دی د منخنۍ اسيا دهېوادونو  ترڅنګ له خليج څخه تر غربي هېوادونو پورې ترورستي جګړې ورسيدې، چې د همدې ترورستي ځنې پيښې په اروپايي هېوادونو کې هم کيږي .

په تېر ۲۰۱۵ کال کې په اروپايي هېوادونو کې هم بريدونه وشول ، چې د اروپايي اتحاد يو مهم غړی فرانسه کې مرګونې پېښه وشوه،

 په تېرکال ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۳مه په يوه مشهور کنسرت ورکولو تالار بريد وشو، چې په هغه مهال دوه نورې بمي چاودنې هم وشوې، د  فرانسې په شمالي برخه کې پريوه رستورنت(ميلمستون)هم بريدونه وشول ، چې خپله اروپايي هېوادونو او سيدونکي يې هم حيران کړل.

اروپايي هېوادونو په تېره بيا د امريکا او اسرائيلو په مشرۍ غير مسلم هېوادونه غواړي اسلامي هېوادونو ته امنيتي ستونزې راولاړې کړي ، چې اسلامي هېوادونه په خپل منځي جګړو کې اروپايي هېوادونه خپل اهداف ترسره کړي.

اروپايي هېوادونو په فرانسه کې د شوو بريدونو په نتيجه کې په ۱۳۰ تنو په وژلو او۳۵۰ تنو په ژوبليدو انديښنې څرګندې کړې ؛ خو هره ورځ ، چې په سوريه ، عراق ، افغانستان او پاکستان کې د ترورستي اعمالو په سرته رسولو مرګوني پېښي کيږي ، نه پرې بشر حقوق ادارې انديښنه وښوده او نه اروپايي هېوادونو د اسلامي هېوادونو په مرګونو پېښو عکس العمل وښود.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close