کابل: لا هم د ملي امنيت پر روزنيز مرکز جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۵)

د کابل امنيتي مسوولين وايي، د ښار د پنځمې امنيتي حوزې مربوط د قمبر څلور لارې ته څېرمه وسله والو د ملي امنيت پر يوه روزنيز مرکز بريد کړی دی.

د پوليسو په وينا، وسله وال کسان د قلعه وزير سيمه کې پر يوې ودانۍ کې ځای پر ځای شوي او د ملي امنيت د روزنې پر يوه مرکز يې د سپکو او درنو وسلو بريد پيل کړی دی.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزی برید تاييدوي وايي، وايي سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او د وسله والو سره پر نښته بوخت دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغلته پر کوم روزنيز مرکز بريد شوی خو په سيمه کې د مارشال فهيم پوځي پوهنتون شتون لري.

د بريد جزيات:

په لومړيو کې ويل کېدل چې بريد د ملي اردو په يوه روزنیز مرکز شوی خو وروستي راپورونه ښيي چې دغه بريد د ملي امنيت پر روزنيز مرکز شوی چې لا هم روان دی.

د کابل ټکی کام خبريال وايي، لا هم د ملي امنيت پر روزنيز مرکز جګړه روانه ده او د دواړو غاړو تر منځ د درنو او سپکو وسلو ډزو غړونه اورېدل کېږي.

څو شيبې وړاندې د کابل امنيه قوماندانۍ وويل چې بريد کوونکي درې تنه و چې يو يې د پوليسو سره په نښته کې له منځه تللی.

عينی شاهدان وايي، بريد کوونکي په يوه کرولا موټر کې د بريد سيمې ته وړل شوي او څلور تنه دي.

 

تر اوسه په دغه بريد کې د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

تر دې دمه د بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close