کابل ناسته:اتمر، ستانکزي، بهرامي او برمک د ولسمشر په خلاف سخت دریځ غوره کړ

که څه هم برمک څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمیر ۱۵۰۰ تنه دی خو نن یې یادې ناستې ته وویل چې دوی په وروستیو څو ورځو کې ټولټال ۱۵۰۰ داعشیان وژلي او په وینا یې چې د داعش ګواښ تر ډیره ختم شوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۹ فرید افغان)

د کابل پروسې په ننۍ ناسته کې تر ولسمشر وروسته د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی، د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر دکورنیو چارو وزیر اویس احمد برمک هم ویناوې وکړې خو د ولسمشر خلاف یې دریځ توند او په ګواښونو راڅرخیده.
که څه هم اشرف غني نن د تیر په خلاف له نرم دریځ نه کار واخیست او طالبانو ته یې له کوم قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ خو اتمر بیا وویل؛ چې دا جګړه د نړیوالو د امنیت د تحفظ جګړه ده او په وینا یې چې “ کوم کار چې موږ مخته وړو دا د نړیوالې ټولنې څخه دفاع ده“
نوموړي وویل؛ د بهرنیانو پرضد پیل شوې جګړه یواځې مسلمانان ګواښي او باید دیني عالمان یې په اړه پاڅون وکړي.
سره له دې چې طالبان هیڅ انشعابي ډله نه لري خو اتمر وویل؛ تر سولې وړاندې باید طالبان په ډلو سره وویشو له حقاني ډلې سره سوله نه کوو او له نورو سره به یې وکړو.

د کورنیو چارو وزیر اویس برمک هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ تروریزم سیمه ییز ګواښ دی او ټول یې باید پر وړاندې مبارزه وکړي نوموړي له نړیوالو وغوښتل چې لا یې په نظامي ډګر کې لاسنیوی وکړي.
برمک وویل امنیتي ځواکونه یې قوي شوي او زیاتره وخت د بهرنیانو له ملاتړ پرته هم عملیات مخته وړي.
که څه هم برمک څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمیر ۱۵۰۰ تنه دی خو نن یې یادې ناستې ته وویل چې دوی په وروستیو څو ورځو کې ټولټال ۱۵۰۰ داعشیان وژلي او په وینا یې چې د داعش ګواښ تر ډیره ختم شوی دی.
د برمک خبرو په ناسته کې هم یوډول ګنګوسی راپورته کړ خو نوموړي خبرې ډیر ونه غځولې .
د ملي امنیت رئیس بیا د دې پرځای چې د ځینو رسنیو پر فاحشو سریالونو او اسلام ضده سوداګریزو اعلاناتو نیوکه وکړي، وویل؛ په دې وروستیو کې طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې خپل پوښښ زیات کړی او زموږ اغیز یې تر پوښتنې لاندې راوستلی.
نوموړي همداراز وویل؛ چې یو شمیر بهرنیانو مو نیولي چې د داعش په لیکو کې جنګیدل .
په آخر کې د دفاع وزیر بیا خپلې خبرې داسې را ونغاړلې چې راتلونکي کال ته یې د نصرت په نامه عملیات ترتیب کړي چې ډیر تمرکز به یې د وسلوالو د پټنځایونو په له منځه وړلو وي.
دیادونې وړ ده چې تر دې وړاندې اشرف غني طالبانو ته دعوت ورکړ چې وسلې پرځمکه کیږدي او د سولې له پروسې سره یوځای شي چې په بدل کې به یې د یو شمیر امتیازاتو ترڅنګ هغوی د یوې سیاسي ډلې په توګه هم وپیژني.
خو په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر دې وړاندیز ګڼ غبرګونونه راوپارول د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده لیکلي؛ اشرف غني باید د طالبانو لومړی شرط چې د بهرنیانو وتل او د “اشغال“ پایښت دی منلي وای او په وینا یې چې دا خیالي وړاندیزونه یواځې تبلیغاتي اغیز لري.
نوموړی وایي؛ حکومت خپله اعتراف کوي چې د بهرنیانو له شتون پرته حتا ۶ میاشتې بقا نلري نو طالبان هم دسولې او جګړې اصلي واکمن لوري ته ګوري او لهدهغوی سره مذاکرات کوي.
په ورته وخت کې خبریال نظري پریاني وایي چې حکومت په خپله اعتبار نه لري او له خپلو سیاسي متحدینو له خوا ننګول کیږي نو طالبان به پر هغه حکومت څه باور وکړي چې د ځان واک هم نه لري.

د مدني ټولنو عمومي رئیس عزیز رفیعي بیا وایي چې د غني وینا کې هیڅ نوي څه نه وه، دا طرحې او وړاندیزونه کرزي هم کړي و.
دنوموړي په خبره؛ ترڅو چې د جګړو اصلي عامل چې د بهرنیانو نظامي شتون ده، ختم نه شي، ترهغو سوله ناممکنه ده

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close