کابل :نفوذي برید کې ۲ امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۲)

ناټو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پلازمینه کابل کې د یوه نفوذي افغان عسکر په ډزو د دوی دوو تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ناټو د پیښې د دقیق ځای او څرنګوالي په تړاو نور مالومات نه دي ورکړي خو وایي چې یو سرتیری یې وژل شوی او بل ژور ټپي دی.
په خبر کې ویل شوي بریدګر عسکر د خپل ملګري افغان عسکر په ډزو وژل شوی دی .

تر اوسه د دې برید پړه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close