کابل: نن يوځل بيا د علي پور پلويانو او پوليسو تر منځ نښته پيل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۵)

تيره ورځ د ملي امنيت ځواکونو  د کابل په دشت برچي سيمه کې خپلسرس قومندان (علي پو- شمشېر) ونيو چې په غبرګون کې يې د هغه يو شمير پلويان د کابل لارو کوڅو ته راووتل او لاريونونه يې پيل کړل.

د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل تيره ورځ وويل، چې لاریون کوونکو پر پولیسو ډزې وکړې، شل پوليس ټپيان شول او په سیمه کې یې د پولیسو ځینو پوستو، رينجرو او موټرو ته اورونه هم اچولي دي.

روشندل وويل، چې دغه لاريون د قانون خلاف روان دی او لاريوونکونکي ډار اچوونکي دي چې د عامه نظم د ګډوډولو سبب ګرځېدلي دي.

پروني لاريونونه د کابل په دشت برچي او دهمزنګ سيمو کې شوي و خو نن يو ځل بيا راپورونه ورکول شوي چې د کابل ميرويس میدان سيمه کې د پوليسو او علي پور پلويانو تر منځ د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

که څه هم قومندان علي پور په ميدان وردګو کې د محلي پوليسو مشري په غاړه لرله او د طالبانو خلاف جګړو کې يې د دولتي ځواکونو ملاتړ او مرسته کوله خو د کابل امنيه قومندان روشندل وايي چې نوموړي د غير مسووله وسله والو ډلګۍ لرلې نو ځکه د ملي امنيت ځواکونو له خوا نيول شوی دی.

قومندان علي پور او وسله وال يې په سيمه کې په قتلونو، اختطافونو او د خلکو په زورونه هم تورن دي.

په کابل کې د هغه پلويان وايي، تر څو چې قومندان علي پور خوشې شوی نه وي تر هغې به خپلو لاريونونو ته دوام ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close