کابل- هرات پر لاره چاودنې اته څلوېښت کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۹)

د ورکړل شويو راپورونو له مخې، د هرات- کابل پر لويه لاره پر يوه مسافر وړونکي موټر د چاودنې له کبله اته څلوېښت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه نن سهار د د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د فراه د والي وياند وايي، د مسافرو دغه موټر د “احمدشاه ابدالي” د شرکت اړوند و چې له هرات ولايت څخه يې کابل ته پر لاره و.

سيمه ييز مسوولين وايي، په دغه چاودنه کې اته تنه وژل شوي او څلوېښت کسان نور ټپيان دي چې ټول په يوه موټر کې سپاره وه.

د دغه چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا ماين د چا له لوري خښ کړل شوی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close