کابل: يوه افغان الاصله اسټراليايي مېرمن تښتول شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۶) الماس خدرخېل

د ورکړل شوو راپورونو له مخې د کابل ښار لسمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يوه افغاني الاصله اسټراليايي مېرمن د وسلوالو له لوري تښتول شوې ده.

ويل کېږي، چې نوموړې مېرمن د اکبر بهرنۍ موسسې کارکوونکې وه.

يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې د يادې موسسې ښځينه کارکوونکې د قلعه فتح الله سيمه کې د دوو وسلوالو له لوري تښتول شوې ده.

سرچينې ويلي، چې د برمته کوونکو وسلوالو ملکي جامې په تن وې.

بايد وويل شي، چې په کابل ښار کې تر دې وړاندې هم دا ډول پېښې رامنځته شوي، وروستۍ پېښه يې د کابل امريکايي پوهنتون دوه تنه بهرني استادان و، چې د وسلوالو له لوري وتښتول شول.

تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د دې پېښې مسؤليت نه دی منلی او نه هم حکومتي چارواکو رسنيو ته څه ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close