کابل: ټاکنو کې د احتمالي پريکون په اړه د ګوندونو د مشرانو ناسته روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۳) نن په کابل کې د اوو ګوندونو د مشرانو غونډه روانه ده او د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې د پريکون اعلان وکړي.

دغه ناسته چې د کابل په سرينا هوټل کې پيل شوې پکې د حزب اسلامي ګوند د مشر حکمتيار په ګډون، یونس قانوني، محمد محقق، ضراراحمدمقبل، انوارالحق احدي، صلاح الدين رباني، سید احمد ګيلاني او باتور دوستم ګډون کړی دی.

يادو ګوندونو ته نږدې سرچينې وايي، د دغه ګوندونو مشران به ډير ژر په يوې ګډې غونډې کې د ټاکنو په اړه حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي.

مخکې هم د دغه سياسي ګوندونو غړو غونډې کړي او له حکومته يې غوښتي و چې رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره دې، په ټاکنو کې ګوندونو ته ونډه ورکړي، د لېږد وړ رايو سيستم دې رامنځته کړي، رڼې او د حکومت له فشار پرته ټاکنې او کډوالو ته پکې د ګډون اسانتياوې برابرول د ګوندونو اساسي غوښتنې دي.

دوی وايي، که دا ځل يې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړل شي نو د ګوندونو د مشرانو په توګه به په ګډه له راتلونکو ټاکنو سره پريکون اعلان کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close