کابل ټکي کام د ټویټر له لارې هم په خپرونو پیل وکړ

کابل ټکی کام ۱۵غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

دا چې په هېواد کې دننه یو شمېر داسې رسنۍ شتون لري، چې یو طرفه خپرونې کوي، او له سپينو حقایقو سترګې پټوي، افغان مجاهد ولس په ناوړه تورونو تورنوي، او هغوی ته ناوړه نظریه ورکوي، مګر کابل ټکی کام د هغو رسنیو د درواغو د رسوا کولو، او د حقایقو د را برسېره کولو لپاره خپل ولس خبروي، او د پردیو له لوري پر ولس د ور پورو شویو تورونو سپيناوی کوي.

کابل ټکی کام چې یوه خپلواکه او ازاده اداره ده، غواړي تر څو خپل ولس له مؤثقو خبرونو او حقایقو خبر کړي.

دغه اداره چې لا یې خپل کال نه دی پوره کړی، په ډېره کمه موده کې یې ډېر شهرت او د ولس په منځ کې یې زیات مینه وال موندلي دي.

دغه اداره چې د کره خبرونو، سیاسي تبصرو، لیکنو او د مرکو تر څنګ خپلو هېوادوالو ته ویډیويي خپرونې هم کوي، چې د ولس مینه یې نوره هم جلب کړې ده.

دغه ډاینامیک رسنیزه اداره ګام په ګام پراخوالی موندلو هڅه کوي، دا مهال یې د ټویټر له لارې هم خپرونو ته ځانګړي کسان ګمارلي دي، تر څو خپل ولس له حقایقو او کره خبرونو څخه د ټویټر له لارې هم په خپل وخت خبر کړي.

کابل ټکی کام له خپلو مینه والو څخه مننه کوي، چې د فیسبوک پاڼې او وېبپاڼې له لارې له مونږ سره د زړه له کومې مینه ښيي.

کابل ټکی کام د ټولو هغو لیکوالانو، سیاستوالو او ادیبانو چې د ملت په غم غمجن دي، لیکنی په ورین تندي نشروي .

کابل ټکی کام ازاده او خپلواکه پاڼه.

وېبپاڼه: www.kabull.com

ټويټر: twitter.com/kabull24

فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/kabull.khabaroona/?ref=bookmarks

ایمیل ادرس: kabullnews@gmail.com

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close