کابل: د بهرنیو ځواکونو پر ساتونکو سرتیری برید شوی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۳۱ زرغون خوږیاڼی

نن سهار ۶ بجې د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کې د بنایي په  سیمه کې د نیپالي ګاردانو پر کاستر ډوله موټر سرتیری برید ترسره شوی دی، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.

امنیتي چارواکو پېښه تائید کړې؛ خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې  سرتیري بریدګر د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان حمله کړې ده، چې د پېښې په ځای کې یې څو امبولانسونه لیدلي، خو سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close