کابل: پر مدرسې د برید له امله حکومت ۴ امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲) زرغون خوږیاڼی

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د اهل تشیع په مدرسه د برید له امله یې خپل ۴ امنیتي چارواکي په دندو کې د غفلت کولو له امله برطرفه کړي دي.

تیره ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د باقر العلوم مدرسې باندې هغه وخت د داعش سرتیري بریدګر لخوا حمله وشوه چې په مدرسه کې شعیه ګانو د عاشورا د څلویښتۍ مراسم لمانځل، د وروستیو معلوماتو له مخې د عامې ورغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي ویلي وو چې په برید کې ۳۰ کسان مړه او تر ۸۵ ډیر ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د پيښې په اړه له یوې امنیتي غونډې وروسته د شپږمې امنیتي حوزې امر، د استخبارتو مسئول، د جنايي تحقیقاتو امر او د ترهګریزو پیښو پر وړاندې د مبارزې امر له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ د اداري فساد د سترو جرمونو د مخنيوي عدلي او قضايي محکمې د کابل د پولیسو د ۷مې امنیتي حوزې امر ډګروال خیر الدین صیاد د ۵۰ زره افغانیو بډې اخیستو په تور نیولی و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close