کابل: پنځه عسکر وژل شوي- څلور طالبانو ته تسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۵)

تېره ورځ د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د اردو ځواکونو پر رينجر موټر چاودنې عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزی وايي، دغه چاودنه تېره شپه ماښام مهال د اردو پر يوه رينجر موټر شوې چې له کبله يې دوه عسکر وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې ويلي، په رينجر کې له څلورو زيات عسکر و چې ټولو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او په يوې خبرپاڼې کې يې ویلي، د يادې ولسوالۍ مربوط په خواجه او ګل غونډۍ سيمه کې پر رينجر موټر د چاودنې په ترڅ کې موټر ويجاړ شوی او پنځه عسکر وژل شوي دي.

دغه راز طالبانو په يوه جلا خبر کې ويلي، چې د پغمان مربوط په “بره ارغندۍ” سيمه کې څلور پوليس ورتسليم شوي دي.

طالبان وايي، دغه کسان چې (ممتاز، زیړګل، لعل محمد، او ميده ګل نوميږي په پوليسو کې يې دندې کولې خو زياتوي ” دحقائقو په درک سره داسلامي امارت دعوت ومانه او دامریکایانو له همکارۍ څخه يې لاس واخیست”.

طالبان د تسليمېدونکو دولتي کارمندانو او نظامي کسانو لپاره د دعوت ارشاد په نوم ځانګړی کمېسيون لري چې وخت ناوخت ورته د دولتي نظامي او ملکي ادارو کارکوونکي تسليميږي او د طالبانو له خوا ورته د امن کارت ورکول کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close