کابل: په پروني سرتیري برید کې ۴۹ تنه وژل شوي دي

کابل ټکی کام (سه شنبه ۱۳ سلواغه ۱۳۹۴ل) احمدالله مهاجر
پرون له غرمې وروسته د کابل په دهمزنګ سیمه کې د عامه نظم پولیسو په دروازه کې د یوه بریدګر له لورې برید ترسره شو، چې لمړنیو راپورونو د مرګ ژوبلې شمېره کمه ښودلې وه.
نوي تازه راپورونه وايي چې په برید کې په لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ور کوي چې په پلازمینه کابل کې د پروني سرتيري برید په ترڅ کې د وژل شویو شمېره ۲۰ تنو ته، او ټپيانو شمېره یې ۲۹ تنو ته رسېدلې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په رالېږل شوي پیغام کې د برید پړه منلې، او وايي چې برید ګر د دوی ملګری د کندز ولایت د امام صاحب د ولسوالۍ اوسیدونکۍ و.
په پیغام کې راغلي چې په برید کې یې ۴۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.
د ګډ حکومت دواړو مشرانو یاده پېښه په کلکو ټکو غندلې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close