کابل پوليس: تمیم وردګ او څلور وسله وال يې ونيول شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۳)

د کابل پوليس وايي، چې تميم وردګ په نوم هغه وسله وال کس يې نيولی چې له تيرې ورځې راهيسې يې په شهرنو سيمه کې له پوليسو سره نښته پيل کړې وه.

د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد وايي، تميم وردګ نن ماسپښين د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو زياتوي د هغه ديارلس وسله وال ساتونکي پرون نيول شوي و او پنځه تنه نور نن ونيول شول.

د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون دوشنبه د ده بجو په شاوخوا کې پوليسو غوښتل چې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د محکمې د حکم په اساس  یو کور خالي کړي خو په دغه کور کې د مېشت تمیم وردګ د ساتونکو له مخالفت سره مخامخ شول او وروسته نښته رامنځته شوه.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي یادو وسله والو کسانو له ودانۍ څخه پر پولیسو د غټو او کوچنیو وسلو چې راکټ هم پکې شامل و ډزې کړي چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان دي.

ويل کېږي، په دغه نښته کې د تميم وردګ دوه وسله وال ټپيان شوي او يو بل ټپي دی.

ځينې سرچينې وايي، چې تميم وردګ د پخواني دفاع وزير رحيم وردګ زوی دی خو ځينې راپورونه نوموړی رحيم وردګ ته نږدې کس معرفي کوي او ويل کېږي چې تميم وردګ د يوه شخصي امنيتي شرکت مشر هم دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close