کابل پوهنتون: د محصلینو تر منځ خونړۍ شخړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۴)

نن غرمه مهال د کابل پوهنتون په انګړ کې د څو محصلینو تر لفظي شخړې وروسته فزیکي شخړه پیل شوه.
شخړه هغه مهال خونړۍ شوه؛ کله چې په وسلو سنبالو محصلینو پر یو اوبل ډزې وکړې.
د کابل پولیس وایي په دې جګړه کې تر اوسه د یوه تن د وژل کیدو او ۱۰ د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی او ښایي دا شمیرې تغیر وکړي.
ویل کیږي ،په شخړه کې د ځینو لیسو او یو شمیر خصوصي پوهنتونونو شاګردانو هم برخه اخیستې.

سیمې ته ځانګړي ځواکونه رسیدلي او د هوایي ډزو او اوښلن ګاز په کارولو سره د شخړې د پای ته رسیدو هڅه کوي.
د شخړې لامل دا ښوودل شوی چې ځینو هزاره محصلینو غوښتل د غزني جاغوري او مالستان په ملاتړ د پوهنتون دننه اعتراضي لاریون وکړي، چې د نورو محصلینو له مخالفت سره مخ او شخړه رامنځته شوې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close