کابل: څلورمې حوزې اړوند د قالینو په مارکیټ کې اور لګیدلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) زرغون خوږیاڼی

نن ماسپښین د کابل ښار د څلورمې امینتي حوزې اړوند د قالینو او فرشونو په قیصار مارکیټ کې اور لګیدلی، چې یو زیات شمیر مالي زیان یې پیښ کړی دی.

په مارکیټ کې یوه هټۍ وال حاجي تاج محمد رسنیو ته ویلي دي، چې اور ماسپښين یوه نیمه بجه لګیدلی، چې نږدې دوه میلیونه افغانۍ زیان یې پيښ کړی دی.

سیمې ته د اطفايې عمله رسیدلې او دغلته یې د اور په مړ کولو قابو موندلی دی.

د اورلګیدنې لامله نه دی په ډاګه شوی او چا ته پکې زاني زیان هم نه رسیدلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close