کابل چاودنه: د پنځمې حوزې د امر په ګډون عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۴) د کابل ښار په اوولسمه حوزه کې د پوليسو پر يو رينجر موټر چاودنه شوې چې له کبله يې د پنځمې حوزې د امر په ګډون ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزی وايي، پېښه نن سهار شپږ بجې هغه مهال شوې کله چې د پنځمې امنيتي حوزې امر غفور عزيزي خپل کار ځای ته پر لاره و.

نوموړی وايي، د بادام باغ سيمه کې د هغه موټر پورې نښلول شوي ماين چاودنه کړې چې نوموړی پکې ټپي شوی دی.

ويل کېږي، د نوموړي روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

که څه هم ستانکزي له نوموړي سره د نورو پوليسو د ټپي کېدو يا وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي خو ځايي امنتي سرچينې وايي، په دغه موټر کې له نوموړي سره د هغه ساتونکي پنځه پوليس هم چې هغوی هم پکې مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د چاودنې مسئوليت طالبانو منلی او وياند يې ذبیح الله مجاهد ويلي، په رینجر موټر د دوی له خوا تکتيکي چاودنه شوې، درې پولیس وژل شوي، د پنځمې حوزې امر سخت ټپي دی.

په عين حال کې د کابل امنيې قوماندانۍ وياند وايي، نن اووه بجې د پغمان ولسوالۍ مربوط د قلعه کاشف سيمه کې د دغه ولسوالۍ د امنيت مدير سمونيار عبدالقیوم په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close