(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۸)
نن سهار د کابل ښار د دريمې امنيتي حوزې اړوند د پوهنتون دروازې ته څيرمه چاودنه شوې چې له کبله يې شپږ تنه وژل شوي او نږدې ديرش تنه ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار بهار مهر ويلي، چاودنه په کرولا موټر پورې د نښلول شوي چسپکې ماين له امله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، په چاودنه کې د يو ترافيک په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
خو د عامې روغتيا د وزارت ویاند ډاکټر وحيدالله مايار ويلي، د پيښې له ځايه د اته کسانو جسدونه او ۳۳ ټپيان وروړل شوي دي.
چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د کابل پوهنتون لپاره ډیری محصلين ازموينې ته راټول شوي و.
طالبانو ويلي دغه چاودنه دوی پورې اړه نه لري او وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: “نن په کابل کې له پوهنتون سره نیږدې چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې تړاو نه لري”.
تر اوسه د بريد مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.