کابل ډاټ کام Kabull.com د پيژنو

دا چې په ګران هیواد کې یو شمېر رسنۍ د روانو حالاتو انځورګري په بېلابېلو شکلونو سره کیږي، افغان مجاهد اولس ځېنې وخت دوه زړي کړي ځکه چې کله رسنۍ یو خبر په خپله اصلي بڼه خپور نکړي د ټولنې په ذهن کې د واقعتونو په نه څرګندولو سره یوه تشه رامنځته شي  دهمدې تشې د ډکولو او افغان مجاهد اولس د اذهانو د روښانه کولو لپاره مونږ د (کابل ټکی کام) پنامه پاڼه چې په کامله توګه خپلواکه، آزاده په اسلامي اساساتو ولاړه د افغاني سوچه کلتور په چوکاټ کې د مقالو، لیکنو، خبرونو، ادبي شعرونو او نثرونو علاوه د ژوندیو  مرکو  چې په ریښتینې توګه د افغان مجاهد اولس د ارمانونو ترجماني وکړي د برېښنایي مطبوعاتو ډګر ته راووېستله۔ د دې ناپېیلې پاڼې په ځولۍ کې مونږ په افغاني هوډ او  باور لرو چې یوازې او یوازې د خپل مقدس اسلام په رڼا او افغاني سوچه کلتور ته په ځانګړې پاملرنه به خپلو هیوادوالو ته خدمت وکړو۔ افغان مجاهد اولس چې د سرونو په قربانیو یې د خپلو مقدساتو، پاکې خاورې او افغان پت او عزت څخه دفاع کړې او کوي یې یو شمېر اسلام دښمنه رسنیو دا غیرتي او پاک زړی اولس نړیوالو ته په ځای د دې چې په ریښتینې توګه وروپېژني د خپلې دښمنۍ په څرګندولو سره یې په رسنیو کې  د واقعیتونو پرخلاف معرفي کړ، د همدې مقدس هدف د ترلاسه کولو لپاره چې د افغان مجاهد اولس قرباني په ریښتېنې توګه د نړیوالو اذهانو ته ورسیږي د (کابل ټکی کام) په فعالولو مو پیل وکړ، باور لرو چې د هیواد علماء، ادبپوهان، شاعران، د روانو حالاتو شنونکي او د پاک نظر خاوندان به راسره د دې سپېڅلي هدف د لاسته راوړلو لپاره مرسته وکړي۔ –

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close