کابل ښاریان د تیلو بیې لوړیدو اندیښمن کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۵)

په داسې حال کې چې د ډالر ارزښت یو ځل بیا د افغانۍ پر وړاندې پورته تللی، د تیلو او مایع ګاز پر نرخونو بیې هم ورسره لوړې شوې او د خلکو پر ژوند یې اغیز کړی .

کابل ښاریان وایي، چې د تیلو د بیې د لوړیدو سره همهاله د خوراکي توکو نرخونه هم پورته روان دي ، چې د بیوزله او بیکاره ځوانانو لپاره ښایي ستونزې لا زیاتې کړي.

د کابل ښار د تیلو پلورونکي وایي چې دوه ورځې وړاندې په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیې له ۵۰ افغانیو څخه ۵۲ افغانیو ته لوړه شوه، چې نن ورځ بیا د یو لېتر پټرولو بیه ۵۴ افغانۍ،یو لېتر ډېزل په ۵۵ افغانۍ او یوه کیلو مایع ګاز په ۵۵ افغانۍ پلورل کېده.

موټر چلوونکي وایي ‘ بیکاري خپل وروستي حد ته رسیدلې، که له سهار تر ماښامه هر څومره ډېر کار وکړو نه شو کولای چې د موټر د تېلو او تخنیکي عوارضو پيسې پيدا کړو‘

د شهزاده سرای د مالوماتو تر مخه؛ تیره ورځ یو امریکایي ډالر په ۷۱ افغانۍ پلورل کیده چې نن ورځ د (چنګاښ ۵ مه ) ۷۲،۵۰ افغانیو ته لوړ شو.

د اوبلن ګاز او نفتو د تصدۍ رییس ولید تمیم پژواک ته ویلي چې له یوې خوا افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او له بل لوري په نړیوالو بازارونو کې هم د تیلو نرخونه پورته تللي چې یواځې په تیرو ۳ میاشتو کې د هر ټن تیلو بیه شاوخوا ۱۰۰ امریکایي ډالر لوړه شوې چې دا چاره ښایي د خوراکي توکو نرخونه هم تر بل هر وخت لوړ کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close