کابل ښاریان: غله د امنیتي ځواکونو په جامه کې د خلکو له کورونو د پلټنو په پلمه غلا کوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۶) الماس خدرخیل

 د کابل ښاريان وايي په دغه ښار کې غلو او د جنايي جرمونو مخ پر زياتېدونکو پېښو اندېښمن کړي دي.

وژنو، غلاوو، انسان تښتونو او نورو جنايي پېښو په دې وروستیو کې د کابل اوسېدونکي له ستختو اندېښنو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، په نویو بڼو غلا او شوکې کېږي، غله د امنیتي ځواکونو په جامه کې د خلکو له کورونو د پلټنو په پلمه غلاوې کوي.

د کابل ښار يو تن اوسېدونکي ارين بي بي سي ته وويل: (کابل کې امنیت نه شته، موږ د ګرځېدو راګرځېدو پروخت له غلاو، انسان تښتونو او قتلونو نه ډېر ډاریږو. د شپې اته بجې وې کور ته پر لار وم چې له یو موټره وسله وال کسان راکوز شول، زه یې له موټره ښکته کړم، لومړی یې ووهلم او بیا یې زما ۲۰۱۲ ډوله کرولا موټر وتښتاوه، موږ ته نژدې د پولیسو پوسته هم وه).

د کابل د جنايي جرمونو د مبارزې مشر فيدون عبيدي وايي:(د تېر کال په پرتله سږ کال د پېښو کچه لوړه شوې. زه کولای شم ووایم چې درې برابره به لوړه شوې وي، ځکه موږ چې هره امنیتي غونډه نیسو د کابل له هرې حوزې خلک راځي او شکایتونه کوي، دغه شکایتونه دومره زیات دي چې موږ ورته رسیدلی نه شو).

د کابل د جنايي پېښو په تړاو د کورنيو چارو وزارت پخوانی مرستيال مرزا محمد وايي، چې په کابل ښار کې د سياسي او عادي مجرمينو مشران دلته فعاليت او جرمونه ترسره کوي.

د شنونکو په وینا، په امینتي حوزو کې د نا مسلکي کسانو ګمارنه، د یو شمیر امنیتي کسانو دغلو سره لاس یو کول، د واک ویش او لړزانه حکومتولي جنایت کونکو ته د جرمونو ښه موقع کړې ده.

د کابل امنيتي چارواکي وايي، چې د روان کال په اوو مياشتو کې په پلازمينه کابل کې ۱۴۷۶ جنايي پېښې ثبت شوي دي.

بل پلود کابل اوسېدونکي، پوليس تورنوي چې د غلو سره يې لاس يو کړی او  زياتره د غلا پېښو کې ورسره شريک وي، دوی زياتوي، چې د موټرو او له له ګاډو د پلیټونو نه غلا، دوی ته لوی سرخوږی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close