د طالبانو په بیا راتلو په اړه د کابل ښاریان څه وایی؟

څارنوال حشت عبیدی

په کابل کې زمونږ خبریال له ځینو کابلیانو سره د طالبانو د بیا راتګ په اړه لنډې خبرې کړي د سبزۍ پلورونکي محمد نه مو پوښتنه وکړه چې که راته ووایې چې د طالبانو د تلو او بیرته راتلو په اړه څه نظر لري وویل چې: فعلي حکومت مونږ په خورا بد حالت کې یواځې پریښودو، د طالبانو د حکومت پر مهال لږ ترلږه پر مونږ ظلم نه کیدو ټول که آمیر و او که فقیر ټول قانون ته تابع وو او پر ټولو قانون عملي کیدو، اختلافات به یې راته په درې ورځو کې حل او فصل کول، خو اوس یوه وړه قضیه چې دې حکومت ته وړاندې شي نو په درې کلونو کې یې هم نشي حل کولای، تر څو چې رشوت ورنکړی او یا قوی واسطه پیدا نکړي.
د محمد خبرې یوه بل سپین ږیری پرې کړې او ویې ویل چې بلکل دا سمه خبره ده، سپین ږیري چې تسبیح یې په لاس کې وی او اړولې یې وویل چې طالبان زمونږ وروڼه دي مونږ یې غواړو چې بیرته راشي څو په هیواد کې نظام یو ځل بیا په پښو ودروي.
خو له بل پلو نه د مدنې ټولې ډیری غړي او یو شمیر نور هغه خلک چې دموکراسۍ ته خوښ وو د طالبانو د بیا راتلو نه په ویره کې دي خو بیا هم دوی وایی چې په هیواد کې مو د دموکراسۍ د حاکمیدو خوبونه په خاورو بدل شول، د دموکراسۍ ځای فساد ونیو، نو ځکه نور د طالبانو راتلو ته خوشحاله یو.
د افغاني ټولنې زیاتره خلک اوس په دې نظر دي چې افغانان نور له جګړې ستړي شوی دي او سوله راوستل په هر ډول سرښندونو ارزي، یوې ښځې په دې اړه داسې وویل: تر ټولو اهم شی مونږ ته د سولې راتلل دي، که چیرته مونږ په رښتیا سوله غواړو نو مونږ سره د سولې راوستو ته نور څه نه دي پاتی پرته له دې چې مونږ طالبانو سره یوې موافقې ته ورسیږو او حکومت ورسره وویشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close