کابل ښار ته د دوستم له زرګونو تنو ننوتلو سره ولسي جرګې غبرګون ښودلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۵) زرغون خوږیاڼی

د ولسمشر او لومړي مرستیال د اختلافاتو په جریان کې، د کابل ښار  ته د دوستم ننوتل له زرګونو تنو غیر مسئوله وسله والو سره ولسي جرګې غیر قانوني بللی دی.

د ولسي جرګې غړیو ویلي، چې کابل ښار ته د دوستم په زرګونو غیر مسئول وسله والو ننوتل د اندیښنې وړ دي.

د مشرانو جرګې او د پارلمان غړیو اندیښنه ښکاره کړې، چې درې ورځې وړاندې دوستم له دوه زرو ډیر غیر مسئول وسله وال د یو شمیر زیاتو نظامي مهماتو او ټانګونو سره یو ځای له جوزجانه کابل ته راغلی.

د ولسي جرګې یوه غړي محمد نذیر احمدزي ویلي، چې د ولسمشر لومړی مرستیال د شخصي ملیشو سره کابل ته راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، له هغه معلوماتو چې ماته رارسیدلي، اوسمهال دوستم خپلې شخصي ملیشې د کابل په شیر پور او وزیر محمد اکبر خان سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.

د احمدزي په وینا، دا وسله وال شخصي ملیشې دي، چې شمیره یې تر  دوه یا درې زرو رسیږي، له دې وسله والو  سره درنه وسله او ټانګونه هم شته او په وزیر اکبر خان اوشیر پور سیمو کې ځای پر ځای شوي دي، نوموړی وايي دا یو غیر قانوني عمل دی او موږ ته د قبول وړ نه دی.

تر دې وړاندې به دوستم کابل یا د هیوادو نورو ولایتونو ته په الوتکو کې سفر کولو ؛ خو دا ځل له جوزجانه له خپلوپه زرګونو وسله والو سره کابل ته ننوتلی دی.

د مشرانو جرګې استازی زلمی زابلی رسنیو ته ویلي، چې کابل ته د دوستم له زیاتو شخصي او غیر دولتي ملیشو سره ننوتل، د کابل  اوسیدونکو ته رواني تشویشونه پیدا کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close