کابل ښار د غير مسووله وسله والو ډزو په سر اخيستی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۸)

نن د وږي مياشتې اتلسمه نيټه ده چې د حکومت له خوا دغه ورځ د شهیدانو اوونۍ په نوم نومول شوې ده.

که څه هم دغه ورځ د شهيدانو اوونۍ په نوم ياديږي خو په حقيقت کې پر دغه ورځ د نظار شورا قومندان احمدشاه مسعود وژل شوی و.

د شمال ټلوالۍ غير مسووله وسله وال هر کال په دغه ورځ د کابل ښار واټونو او کوڅو ته راوځي، ډزې کوي او دغه ورځ د دولتي امکاناتو په زور نمانځي.

نن چې د وږي اتلسمه ده، د شمال ټلوالې سلګونه لنډه غر او غير مسووله وسله وال د کابل واټونو ته راوتلي، ډزې کوي چې له کبله يې ډيری لارې او سړکونه هم بند شوي او خلک د هغوی له ډاره تګ راتګ نه شي کولی.

د دغه ټلوالې يوه قومندان وړمه ورځ په یوه ويډيو خبرداري کې د کابل امنيه قومندان ته اختار ورکړ ويې ويل (که د يادو وسله والو د مخنيوي په باره کې يې لږ حرکت هم وکړ  نو بار او بستره به دې درټوله کړم او کابل به هم درنه ونيسو.)

په کابل کې د شمال ټلوالې ګڼ شمير وسله وال کسان په تورو ښيښو موټرو او رینجرو کې هرځای راوتلي او ډزې يې پيل کړي دي.

په کابل کې هغه کاروانونه ، چې د شهید اونۍ د نمانځنې لپاره راوتلي د موټرو کاروانونه يې جوړ کړي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي ، ځینې یې بیا له ځانه سره برچې هم لري خو دولتي ځواکونه يې د تلاشۍ څخه عاجز دي.

تيره ورځ د کورنيو چارو وزارت ويلي و چې د شهيد ورځې د نمانځې پر وخت سرغړوونکي به له جدي چلند سره مخ شي او افغان ځواکونو ته يې د امنیت ساتنې امر کړی دی.

دا چې په ټول ښار کې د شمالي ټلوالې او نظار شورا پلويانو د ډزو غږونه اورېدل کېږي، د وسله والو کسانو د موټرو او موټرسيکلونو نمايش روان دی خو تر اوسه يې په اړه امنیتي مسوولينو د مخنيوي لپاره اقدام نه دی کړی.

په تير کې هم د شمال ټلوالې کسانو د احمد شاه مسعود د وژنې پر ورځ کابل ښار کې ورته ډول نمایشونه- ډزې کړي چې له کبله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شنونکو په باور دا چې حکومت په کابل ښار کې د ښکاره وسله والو مخنيوی نه شي کولی نو د هغه چا مخنيوی به څنګه وکړي چې هر وخت يې ولسمشر او نور چارواکي په خپلو ويناګانو کې يادوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close