کابل ښار کې د بهرنیو ځواکونو اډې سره نږدې بم چاودنه شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) زرغون خوږیاڼی

د کابل د اوومې امنیتي حوزې اړوند د بهرنیو ځواکونو یوې اډې سره نږدې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوې اډې سره نږدې د یو ځای پر ځای شوي بم پواسطه رامنځته شوې ده.

بم چاودنه د پارلمان د ودانۍ په څو سوه مترۍ کې رامنځته شوې ده، تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې  په اړه معلومات نشته.

 په سیمه کې امنیتي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جزئيات وروسته…

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close