کابل ښار کې د دفاع وزارت يو افسر وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۷) د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د کابل ښار په کمپنۍ سيمه کې د دغه وزارت يو افسر په ډزو وژل شوی دی.

د دغه وزارت د وياند سرپرست رادمنش په خبره، پېښه نن سهار د شپږ بجې هغه مهال رامنځته شوې کله چې ډګروال حميد دندې ته پر لاره و.

د بريد مسئوليت طالبانو منلی، کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی چريکي وسله والو د کمپنۍ مربوط پغمان ته پر غزيدلي سړک د موټرفروشۍ په سيمه کې ډګروال حميد تر برید لاندې راوستی.

طالبانو په وروستيو کې په کابل ښار کې چريکي بريدونه ډير کړي چې د افغان پوځ مهم افسران، چارواکي او نظامي منسوبين د خپلو بريدونو هدف ګرځوي.

څه موده مخکې طالبانو د کابل ښار په زړه کې د پکتيا ولايت د صفر يو قطعې د ځانګړو ځواکونو قومندان عزيزالله کاروان په يوه وسله وال بريد کې وواژه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close