کابل ښار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۱)

د کابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې مربوط د استقلال ليسې مخې ته چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي، دغه چاودنه په ښار کې د روانې مظاهرې د پای ته رسېدو وروسته ترسره شوې ده.

د مجاهد په وينا، په چاودنه کې لاريونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شميرو په اړه يې معلومات نشته.

عيني شاهدان وايي، د پيښې ځای د پوليسو له لوري کلابند دی، يواځې ايمبولانسونه تګ راتګ کوي او هیچا ته د ورتلو اجازه نه ورکول کېږي.

د عامو روغتيا د وزارت وياند وحيدالله مجروح وايي، د چاودنې له ځآیه د درې تنو جسدونه او اته ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش ويلي، چاودنه په سيمه کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده خو ځينې نورو سرچينو بيا ويلي چې دا یو سرتيری بريد و چې په لاريونوالو ترسره شوی دی.

د ملي امنيت رياست ادعا کوي چې يوه سرتيري بريدګر غوښتل ځان پښتونستان واټ ته د مظاهره کوونکو منځ ته ورسوي او هلته چاودنه وکړي خو هدف ته له رسېدو مخکې په نښه شوی دی.

تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه د منلی خو تر دې وړاندې هم ورته ډول چاودنې شوي چې په ځينو کې يې امنيتي ادارې ښکېلې بلل شوي او د ځينو پړې بيا داعش ډلې په غاړه اخيستي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close