کابل: کوټه سنګي کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۵)

څو شيبې وړاندې د کابل ښار د پنځمې ناحيې اړوند په کوټه سنګي سيمه کې چاودنه شوې چې د عيني شاهدانو په وينا مرګ ژوبله اړولې ده.

عيني شاهدان وايي، چاودنه د کوټه سنګي پله لاندې په يوه شخصي موټر کې د چسپکي ماين د چاودنې له کبله شوې چې یو تن پکې وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د کابل د پولیسو وياند بصير مجاهد چاودنه تاييدوي خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت چا نه دی منلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close