کابل کې درې بهرني اتباع له تښتول کېدو وروسته وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۱)

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزی وايي، نن سهار د کابل ښار د نهمې حوزې په سيمه کې نامعلومه وسله والو درې بهرني اتباع وتښتول چې له تښتول کېدو وروسته يې مړي موندل شوي دي.

د ستانکزي په وينا، د دغه کسانو مړي د موسهي ولسوالۍ له مربوطاتو څخه موندل شوي دي.

که څه هم نوموړي د يادو بهرنيانو د هويت او د هغوی د کارځای په اړه معلومات نه دي ورکړي خو ځينې سرچينې وايي، دغه بهرنيان درې مېرمنې دي چې ” د مالیزیا، هند او مقدونیې اتباع دي” او د يوې لوژيستيکي کمپنۍ کارکوونکې دي.

ويل کېږي، دغه بهرنيان په موټر کې د حامدکرزي هوايي ډګر په لور روان و چې وتښتول شول.

تر اوسه چا د دغه پېښې مسئوليت نه دی منلی خو امنيتي مسئولين وايي د پېښې په اړه پلټنې کوي او وروسته به يې په اړه جزيات ورکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close