کابل کې د روسيې سفارت: افغان حکومت سل په سلو کې خپلواکي نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱)

په افغانستان کې د روسيې مرستيال سفير البرت خوريف وايي، په مسکو ناسته کې د افغان حکومت د استازو له نه ګډون داسې ښکاري چې دوی په خپلو پريکړو کې خپلواک نه دي.

البرت خوريف دغه څرګندونې نن په کابل کې د مسکو ناستې د ارزونې په هغه غونډه کې وکړې چې د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز له خوا جوړه شوې وه.

خوريف وويل، کله چې امريکا د مسکو ناسته کې له ګډون انکار وکړ افغان حکومت هم غبرګون وښود او په ياده غونډه کې له ګډون کولو په شا شو په وینا يې د دغه ناستې په تړاو د افغان حکومت له یادې پريکړې وروسته مونږ داسې احساس کوو چې افغان حکومت سل په سلو کې خپلواک نه دی.

د روسيې مرستيال سفير وويل، چې روسيه دا اراده نه لري چې له طالبانو ملاتړ او يا هغوی ته وسلې ورکړي بلکې ټولې هڅې يې دا دي چې بين الافغاني خبرو لپاره زمينه برابره شي.

د لړم مياشتې په اتلسمه نيټه په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه جوړه شوې وه چې پکې د طالبانو د استازو په ګډون د يوولس هېوادونو استازو او د سولې شورا غړو برخه لرله.

تر اوسه افغان حکومت د روسيې سفارت د چارواکو د دغه څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

د مسکو ناسته کې طالبانو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو ټينګار وکړ چې په وينا يې د مذاکراتو د پيل لومړی شرط له هېواده د بهرنيو ځواکونو مهالويش اعلانول دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close