کابل کې د سياسي ګوندونو پلويانو لاريونونه پيل کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۷)

نن چهارشنبه د وږي مياشتې په اوومه نيټه په کابل ښار کې د سياسي ګوندونو ګڼ غړو او پلويانو لاریونونه وکړل او ګواښ وکړ که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورنه کړل شي دغه لاريونونه به ولايتونو ته هم وغځوي.

دغه لاريونونه چې د کابل ښار په په پنځو برخو کې ترسره شوې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ د ګڼو ګوندونو پلويانو پکې ګډون درلود.

لاریونوالو د کابل ښار د بنايي څلور لاره د ترافيکو پر مخ تړلې او د ټاکنو کمېسيون پر ضد شعارونه ورکوي.

دغه راز ويل کيږي د کابل د هوايي ډګر په څلور لارې کې هم ډیری کسان راټول شوي چې ورته غوښتنې لري او له کبله يې هوايي ډګر کې پروازونه ځنډول شوي دي.

دوی غوښتنه کوي چې د انتخاباتي ټاکنو نظام دې بدل او د ولسي جرګې لپاره ټاکنې دې په بايومټريک سستم ترسره شي.

سياسي ګوندونه وايي، د راتلونکو ټاکنو د نوم ليکنې پروسې د اصلاحاتو په تړاو وړانديزونه او غوښتنې يې څه موده مخکې ټاکنیزو کميسيونونو، يوناما او یو شمير نړيوالو بنسټونو ته سپارلي خو تر اوسه يې په اړه مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

سیاسي ګوندونه تور پورې کوي چې د ميليونونو کسانو په غير معیاري توګه نوم ليکنه شوې چې ډيری يې پکې خيالي او په يو نوم ډيرې تذکرې ثبت شوي زياتوي چې پر ټاکنو کميسيون د نظارت د نه لرلو له کبله به ټاکنې غير شفافې وي.

له بله پلوه د ټاکنو کمېسيون وايي، د وخت د کموالي له امله د انتخاباتي نظام بدلولو او د بایومټریک سیسټم عملي کولو په اړه د سياسي ګوندونو غوښتنې نه شي عملي کېدلی.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۸مه ترسره شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close