کابل کې د ملي امنیت یو افسر په مخامخ ډزو کې ووژل شو

کابل ټکی کام ۱۹وږی/ ۱۳۹۴
راپور: محمد سميع سعادت
افغانستان د ملي امنیت یو مهم افسر پلازمېنه کابل کې په ډزو ووژل شو.
د ملي امنیت اړوند مسئولینو خبري سرچينو ته په یوه استول شوي راپور کې ويلي دي چي د دوی یو افسر د مخامخ ډزو په نتیجه کې وژل شوی دی.
د ملي امنیت ادارې ويلي دي چې دغه افسر بد معاشانو وژلی، دنوموړې ادارې اشاره د احمد شاه مسعود د تلين د لمانځنې په مهال د شورای نظار پلویانو ته وه چې د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار واټونو ته راوتلې وه، او ځينو غوښتل چې له کليزې ناوړه استفاده پورته کړي او یو لوی ناورين را منځته کړي.
دغه راز د کابل ځايي رسنیو د ډیرو نا امنيو خبر ورکړی دی، چې د ښار په مختلفو ناحیو کې عام وګړي ټپیان شوي او مالي زیانونه يي ور اړولي دي.
همدارنګه د کابل ختيځ کې هم د امنیت یو چارواکی په دغو ګډوډیو کې ټپي شوی دی.
احمد شاه مسعود ۱۴ کاله مخکې په یوه پلان شوي سرښندونکي بريد په نتیجه کې ووژل شو چې په کامره کې ورته بم ځای پر ځای شوی وو.
دغه کلیزه هر کال لمانځل کیږي چې د ډیرو ګډوډیو او نا امنيو لامل ګرځي، عام ولس ته پکې ځاني او مالي زیانونه اوړي او ډیری خلک دا شکایت کوي چې حکومت د دوی مخ نیوی ولې نشي کولی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close