کابل کې د هلمندولایت د نظامي مسئولینو پر میلمستون سرتیري بریدونه پیل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) زرغون خوږیاڼی

طالبانو کابل ټکی کام ته په یوه رالیږل شوي خبر کې ویلي، چې نن ناوخته ددوی سرتیرو بریدګرو په کابل کې د هلمند د پارلماني وکیل معلم میرولي پر میلمستون باندې هغه مهال ډله ییز برید وکړ، چې پکې د هلمند اړوند نظامي مسئولین را ټول شوي وو.

په خبر کې ویل شوي چې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د هلمند پارلماني وکیل معلم میرولي په میلمستون باندې هغه مهال برید پیل شو،  چې د هلمند ولایت ګن شمیر مسئولین په مهمه نظامي غونډه بوخت وو.

دوی وايي چې تر اوسه پورې ګڼ شمیر نظامي مسئولین وژل شوي او جګړه لا هم په شدت سره روانه ده.

د هلمند ولایت چارواکو ویلي، چې په خپله معلم میرولي له میلمستونه روغ وتلی خو د نورو مسئولینو معلومات نشته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close