کابل کې د وسلوال برید پای،طالبانو په کې لاس لرل رد،خو داعش ډلې ومنله

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۳۰)

د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د کابل نني بریدونه د بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسیدل.
دیاد وزارت د ویاند نجیب دانش په وینا ، بریدګرو پوره ۳ ساعته مقاومت وکړ چې په نتیجه کې یې دوه سرتېري ټپيان شوي او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

نوموړی زیاتوي، بریدګر د رکاخانې په نوم کوڅه کې یوې ودانۍ ته ننوتلي و او له هغه ځایه یې ډزې کولې.

تر دې څو شیبې وړاندې د کابل ښار پر ځینو ستراتیژیکو سیمو له نامعلوم لوري توغندویز بریدونه هم وشول چې د مسؤلینو په وینا، کوم تلفات یې نه درلودل.

پولیس وایي،  د کابل په مختلفو نقاطو شاوخوا ۲۰ توغندي لګیدلي .
طالبانو د کابل د نن ورځې په ټولو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي او ویاند یې (ذبیح الله مجاهد) په یوه لنډ پیغام کې ویلي
“د کابل د نن ورځې بریدونه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.“
داعش ډلې په یوه اعلامیه کې د ننیو بریدونو پړه منلې او ویلي یې دي، چې د ارګ ماڼۍ یې په نښه کړې.

د یادونې وړ ده چې طالبان په هر اختر کې د نا اعلان شوي اوربند له مخې هیڅ ډول بریدونه نه ترسره کوي.
باید وویل شي چې دولتي چارواکو داځل هم له طالبانو غوښتي چې دتیر اختر په څیر ورسره اوربند وکړي او د درۍ میاشتني مشروط اوربند وړاندیز یې کړی، خو طالبانو د ارګ دې وړاندیز ته هیڅ راز غبرګون نه دی ښوودلی.

په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، څو علتونه شته چې طالبان د تیر په څیر د اوربند رسمي اعلان ته زړه نه ښه کوي، لومړی دا چې طالبان هرڅه وکړي هغه د افغان دولت لخوا پاکستان ته منسوبیږي، دویم اوسنی اوربند د لمړني اوربند تکرار او دری میاشتنې دی نو کیدی شي طالبان وغواړي چې یو عملي ګام واخلي چې د بندیانو د ازادولو پریکړه يي وکړه، او دریم علت ښایي دا وي چې لمړی اوربند ډير بریالی تیر شوی و، نو دا ځل اندیښنې دا دي چې استخباراتي کړۍ یې پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.

د ښاغلي ضعیف په وینا افغان دولت کوشش کوي چې د طالبانو خپلواکي تر سوال لاندې راولي او په وینا یې چې زهرجن تبلیغات د سولې او اوربند په ګټه نه تمامیږي.

ضعیف وایي که په دوه میاشتو کې علماؤ ته وخت ورکړل شي چې د دواړو غاړو تر منځ منځګړتوب وکړي ښایي یوه مناسبه لار ورته وموندل شي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close