کابل کې د کانکور د لومړي پړاو ازموينې پيل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۴) د افغانستان د لوړو زده کړو وزير نجيب الله خواجه عمري نن په کابل کې د کانکور د لومړي پړاو ازموينې د پېلېدو خبر ورکړ.

نوموړي وويل، سږ کال د ټول هېواد په سطحه په دغه ازموينه کې يوسل اووه نوي زره او نهه سوه دوه ويشت د دولسمو ټولګيو فارغانو ګډون کړی.

خواجه عمري په کابل کې د کانکور د لومړي پړاو د پيل په مراسمو کې وويل، له دري دېرش ولايتونو څخه يوسل پنځه څلوېښت او اووه سوه يو نوي کسانو د کانکور لپاره ځانونه ثبت کړي زياتوي چې اته پنځوس زره نور به د کابل له حوزې څخه په کانکور کې ګډون وکړي.

هغه وويل، په ياده شمېره کې چې ګډونوالو د ازموينې لپاره نومليکنه کړې اووه څلوېښت زره يې نجوني دي.

ښاغلی عمري وايي، د افغانستان دولتي پوهنتونه يواځې د دوه شپېته زره کسانو د جذبولو ظرفيت لري په خبره يې د يادو شمېرو له پوره کېدو علاوه يوپنځوس زره کسان د نيمه عالي زده کړو په دولتي موسسو او نږدې څلور نور به په ديني مدرسو کې جذب شي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، د پوهنتونونو او د لوړه زده کړو د موسسو د نوي کال لپاره د کانکور ازموينې په دري دېرش ولایتونو کې د حمل په څلورمه پيل شوي چې تر دې دمه د دوه دېرش ولایتونو په شپږ دېرش تحصيلي حوزو کې ترسره شوي دي.

نوموړي وويل، په کابل کې به د کانکور ازموينه په څو پړاوونو کې ترسره شي  زياته يې کړه په ننګرهار کې به هم تر راتلونکو درې ورځو د کانکور ازموينې لپاره د پنځلس زره کسانو د بايوميټريک پروسه پيل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close