کابل کې نوي سياسي حرکت د موجوديت اعلان وکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۱)

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د ملي امنيت د پخواني مشر اسدالله خالد په مشرۍ يوه نوي سياسي حرکت د موجوديت اعلان کړی.

اسدالله خالد وايي، د “اميدسبا” په نوم دغه سياسي حرکت به د افغانستان د امنيت، سولې او ملي يووالي په برخو کې فعاليتونه کوي.

نوموړي په عين حال کې د ملي يووالي پر حکومت پر حکومت نيوکې وکړې چې د هېواد په امنيت په راوستلو کې پاتې راغلی او د دوی حرکت به په دغه برخه کې هلې ځلې کوي.

شاوخوا يووه اوونۍ مخکې هم په کابل کې د “افغانستان ژغورنې” په نوم اييتلاف د موجوديت اعلان وکړ چې په دغه اييتلاف کې د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجراييه مشر عطانور، دوستم، صلاح الدين رباني او ګڼو سياسي ګوندونو غړو او مشرانو برخه لرله.

اسدالله خالد د کندهار پخوانی والي هم پاتې شوی او د هغه د دندې پر مهال کاناډايي چارواکو نوموړی په اداري فساد ککړ او ناکام والي بللی و.

دا مهال په افغانستان کې له پنځوسو زيات سياسي ګوندونه او حرکتونه په بېلابېلو نومونو فعاليت کوي.

د شنونکو په باور په افغانستان کې مخ په ډېرېدونکي ګوندونه او سياسي حرکتونه د افغانستان د ستونزو د حل پر ځای ښايي د دغه هېواد يووالی او ستونزې لا پسې زياتې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close