کابل کې پر پوليسو دوه پرلپسې چاودنې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۴)

د کابل ښارپه دولسمه امنيتي حوزه کې پر پوليسو دوه پرلپسې چاودنې شوي چې د ځايي راپورنو پر اساس عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنې نن سهار د اوو نيمو بجو په شاوخوا کې د دولسمې حوزې مربوط د الوخيلو سيمه کې رامنځته شوي دي.

سيمه ييزې امنيتي سرچينې وايي، لومړۍ چاودنه د پوليسو پر يوه رینجر موټر وشوه خو کله چې د پېښې ځای ته نور پوليسو ورټول شول دوهمه چاودنه پرې وشوه چې زياته مرګ ژوبله يې واړوله.

د کابل پوليسو تر اوسه په چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبله په اړه معلومات نه دي ورکړي.

طالبان وخت ناوخت په کابل ښار کې پر پوليسو او لوړپوړو امنيتي منسوبينو چاودنې او وسله وال بریدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

تيره ورځ هم د کابل ښار پنځمې حوزې د کمپنۍ سيمه کې د امنیت پر کارمندانو چاودنه شوې وه چې مسئوليت يې طالبانو منلي په وينا يې څلور د استخباراتو کارمندان پکې وژل شوي او موټر ویجاړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماښام د بګراميو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو د محمدالله په نوم يو پيلوټ هم وژل شوی چې طالبانو يې مسؤليت منلی زياتوي چې “ظالم پيلوټ محمدالله په مظلوم ولس په وحشيانه بمباريو کې لاس درلود”.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close