کابل کې په رڼا ورځ خلک لوټل کېږي

تبصره : هېواد خوږیاڼی

د کابل ښاریان وايي، له تېر یو کال راهیسې په ښار کې غلاوې زیاتې شوي او په رڼا ورځ خلک لوټل کېږي. د پلازمېنې کابل په مهم ځایونو کې هم د ورځې غلا کېږي، خو پولیس یې په اړه هېڅ ډول اقدام نه کوي.

د کابل د وزیر اکبر خان، شهرنو، سلیم کاروان، قلعه فتح الله، خوشحال خان مېنه او د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکي وايي، غله ورځ تر بلې زیاتیږي او پولیس یې شکایت هم نه اوري.

د بریالي په نامه یوتن کابل ټکي کام ته وویل، د شهزاده سرای څخه مې دوه لکه او لس زره کلدارې مې واخېستې؛ خو په کارته نو کې په رڼا ورځ غلو راڅخه پیسې واخېستې او په خپله مخه ولاړل. نوموړی وايي، پولیسو ته مې خپل شکایت وکړ، خو هغوی راته وویل، چې اوس یې موږ کوم ځای کې پیداکړو. د بریالي په خبره، ددې پرځای چې پولیس راسره همکاري وکړي، راباندې په غوصه شول او ویل یې چې د خپلو پیسو ساتنه په خپله کوئ او بیا موږ ته شکایت مه کوئ.

یوازې بریالی نه دی، چې غلو ورڅخه پیسې وړي او پولیسو یې شکایت نه دی اوریدلی، بلکې په سلګونه داسې ځوانان شته، چې غلاوې ورڅخه شوي، خو څښتان یې تراوسه نه دي پیداشوي.

د  احمد  زبیر په نامه یو تن وايي، ماښام اذانونه راباندې موټر کې وشول او زه خیرخانې ته روان وم. موټر کې یوازې نه ناپېژانده وم، خو نورو خپلو کې ټوکې کولې او په کړس کړس یې خندل. نوموړی زیاتوي، د څنګ کس تمانچه راوویسته او راته یې ویل، اول بېک راکړه او بیا یې جېبونه تلاشي کړل او هرڅه یې رانه واخېستل. د زبیر په خبره، موټر یې څنګ ته ودراوه او راته یې وویل، ښکته شه، که شاه ته دې وکتل، نو همدلته دې ولم.

د نوموړي په خبره، پولیس ورسره نږدې وو؛ خو  غلو ته یې هېڅ ونه ویل.یوازې د کمپیوټرونو، موبایلونو، پیسو او نورو توکو غله نه دي، بلکې د شپې له خوا غله د ځینو په کورونو اوړي او د وسلو په زور یې د کور ټول توکي وړي.

د مکرویانو اوسېدونکي وايي، هره شپه د بېلابېلو بلاکونو څخه غلا کېږي، خو د کور خاوند د غلو له وېرې غږ نه شي پورته کولی او نه یې پولیس مخه نیسي.

د ګلاب په نامه یوتن کابل ټکي کام ته وویل، د سړک پر غاړه روان وم، په موبایل د کورنۍ سره غږیدم، چې کورته څه وروړم؛ خو موټرسایکل سپرو مې موبایل د لاس نه کش کړ او په خپله مخه ولاړل. ګلاب وايي، غله د پولیسو سره لاس لري او د هرې ناحیې غله د پولیسو خپله برخه ورکوي. که یې لاس ورسره نه و، نو غلاوې به دومره نه ډېریدې.

له بل لوري د کابل پولیس هم مني، چې یوازې په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۴۰۰ موټر غلا شوي، چې زیات یې تراوسه نه د ي موندل شوي.

د کابل امنیه قومندان داسې راپورونه د پولیسو پرضد د پردیو دسیسه ګڼي او زیاتوي، چې پولیس شپه ورځ د خلکو په خدمت کې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close