کابل کې چاودنې د ملي اردو دوه تنه ووژل

کابل ټکی کام ۰۷سنبله/۱۳۹۴
راپور: انصار
یو شمېر رسنیو دلته په کابل کې د یوې چاودنې له امله د ملي اردو د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
رسنیو څرګنده کړې ده چې یو تن د ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو او د ملي اردو د موټر تر څنګ یې چاودنه وکړه، چې د دوه تنو ملي اردو د وژلو علاوه دوه نور پولیس یې هم ژوبل کړي دي.
که څه هم تر اوسه پورې د دې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو اکثر د دارنګه چاودنو پړه په طالب وسلوالو ور اچول کیږي.
طالبانو د کابل د چاودنې په اړه په خپل سایټ کې څه نه دي ویلي.