کابل: ۲۷ امنیتي منسوبین د طالبانو لیکو ته ورغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۲)

راپورونه وايي چې د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ۲۷ تنه امنیتي منسوبین له خپلو دندو لاس په سر او له طالبانو سره یوځای شوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، یاد دولتي عسکر د دوی د دعوت او ارشاد کمیسیون په هڅو له دوی سره یوځای شوي.
خبر زیاتوي؛ طالبانو ورغلو د عسکرو تود هرکلی کړی او تر څنګ یې هغوی ته د هر راز همکارۍ او آرام ژوند تیرولو ډاډ ورکړی دی.

د ملی دفاع وزارت د معمول تر مخه بیا هم د دې پیښې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

د یادونې وړ ده چې طالبان د کابل په زیاتره ولسوالیو کې پراخ نفوذ لري او وخت ناوخت دولتي ځواکونه تر برید لاندې نیسي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close