کاروان درپسې ژاړي!

عمر عمري

دښتې، غرونه، بیابان درپسې ژاړي

د سنګر واړه یاران درپسې ژاړي

 

چې جُدا شوې حقاني جلال الدینه!

د حق لارې لارویان درپسې ژاړي

 

وې مالیار د جهادي ګلبڼ سالاره!

ګلابونه او ریحان درپسې ژاړي

 

هی افسوس په ګیدړانو به اختر وي

چې پیاوړي زمریان درپسې ژاړي

 

اې څاروانه ترېنه چېرته لاړې وایه!؟

د طالب زلمو کاروان درپسې ژاړي

 

په لیمو کې یې دي ډنډ اوښکې ولاړې

ټول زخمي افغانستان درپسې ژاړي

 

(عمري) ستا له درانه غمه څاروانه!

په زړۀ مات یم، زړۀ مې وران درپسې ژاړي

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close