کاناډا: بريدګرو يو اسلامي مرکز او جومات سوزولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) الماس خدرخیل

د کاناډا کيبک ایالت په سپټ ليس ښار کې افراطيانو يو اسلامي مرکز او پکې يو جومات سوزولي دي.

ویل کېږي، په جماعت کې د قران کريم زيات شمير نسخې هم سوزول شوي، چې د سيمې مسلمانانو سخت غصه شوي او نوموړی بريد يې غندلی دی.

که څه هم پوليس وايي، چې د بريد کوونکو د نيولو لپاره يې د پلټنې عمليات پیل کړي، خو تر دې وړاندې هم په کانډا کې د جماعتونو او اسلامي مرکزونو ودانۍ سوزول شوي او مجرمين يې نه دي نيول شوي.

د اسلامي کلتوري ټولنې مشران وايي، چې جومات به تر بيا جوړلو پورې تړل شوی وي.

همداراز د اوروژنې د عملې د کوښښ با وجود ټول جماعت او دغه مرکز سوزېدلي دي.

د يادونې ده، چې دوه مياشتې مخکې هم په همدغه مرکز او جماعت د ځينې افراطيانو له لوري بريدونه وشول چې بريد کوونکو په جماعت کې قرانکریمونه او کتابونه څيري کړي وه  او د جماعت دېوالونو ته یې زیان ور اړولی وو.

بايد وويل شي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په کاناډا کې اسلامي مرکزونه او جماعتونو سوزول کېږي خو دغه هېواد يې په مخنيوي کې پاتې راغلی او يا هم شونې ده چې د دوی په خوښه به ترسره کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close