کاناډا: د افغان سرپرست سفیر ځوی پر یوې نجلۍ جنسي تیری کړی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۴)

په کاناډا کې د افغان سفارت شازدافیر او سرپرست سفیر نادر یما  ۱۸ کلن ځوی “مهدي ارش يما“ له یوې ۱۶ کلنې کاناډایي نجلۍ سره په زور جنسي تیری کړی.

خبر زیاتوي، ارش یما له یادې نجلۍ سره د خپل پلار په موټر کې په زور دا ناوړه عمل سرته رسولی.
سرچینې وایي، د ارش یما پلار ۵ میاشتې پرلپسې هڅه کړې څو یاده قضیه په پټه حل کړي خو پولیسو له هغه غوښتي چې باید ځوی یې محکمې ته حاضر کړي، چې د دیپلوماتیک مصؤنیت له امله نوموړي د کاناډا حکومت دې غوښتنې ته هیڅ ځواب نه دی ویلی، چې له امله یې د کاناډا حکومت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته اعتراض کړی او خبرداری یې ورکړی چې که د نوموړي ځوی محکمې ته حاضر نه شو، دوی به یې دیپلوماتیک مصؤنیت ختم او یو اړخیز اقدام باندې به لاس پورې کړي.

پژواک آژانس ته یې سرچینو ویلي، د بهرنيو چارو وزارت د کانا‌‌ډا د حکومت هغه غوښتنه منلې چې له مخې یې په کانا‌ډا کې د افغان سفارت د شازدافیر او سرپرست نادر یما د کورنۍ د غړي ډیپلوماتیک مصوونیت واخیستل شي او زوی یې د کانا‌‌ډا د پولیسو څېړنو ته حاضر شي.
د وزارت د دې سرچينې د معلوماتو له مخې، د نادر یما زوی عدالت ته حاضر شوی او قضيه اوس تر څېړنې لاندې ده.

د کاناډا د قانون تر مخه که چېرې کوم شخص پر چا جنسي تېرى وکړي او مجني عليه د ١٨ کلنۍ عمر نه وي پوره کړى، دغه متجاوز کس پر لس کاله بند محکومېږي
دغه راز که څوک پر نابالغې نجلۍ د جنسي تېري مرتکب پېژندل کېږي، له دوو تر څلورو کلونو پورې د بند سزا ورکول کېږي، خو که مجني علیه فزیکي ضربه لیدلې وي، په دغه حالت کې سزا نوره هم سختېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close