کاناډا: د امریکایي توکو پر ضد کمپاین پیل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۵)

وروسته تر هغه چې امریکا د کاناډا پر سوداګریزو توکو د تعرفې کچه لوړه کړه، په دې هیواد کې د امریکایي توکو د تحریم په هکله پراخ کمپاین پیل شوی.

کاناډایانو د خپلو کارځایونو پر سر بینرونه لګولي او په ټولنیزو شبکو یې په پراخه کچه خپاره کړي.

پر بینرونو لیکل شوي (کاناډايي توکي واخلئ BuyCanadian، امریکایي اجناس تحریم کړئ BoycottUSProducts)

کاناډایي وګړی وایي؛ د ټرمپ له خوا پر کاناډایي لومړي وزیر لفظي برید او پر کاناډایي توکو د تعرفې لوړولو وروسته په دې هیواد کې د امریکایي اجناسو محبوبیت کمرنګه شوی او خلک د خپل هیواد توکو ته اولویت ورکوي.

د کاناډا لومړي وزیر «جسټین ټروډو» په خپل ټویټر پاڼه د ټرمپ له خوا پر امریکایي محصولاتو د تعرفې لوړول سپک کونکی او د نه منلو کار کار بللی خو ټرمپ یې پر ټویټ ځواب لیکلی او ترډو یې ضعیف او ناراسته انسان بللی .

باید وویل شي چې امریکا له چین سره هم د سوداګریز جنګ اعلان کړی خو چین ویلي چې د امریکا له خوا هر ډول فشارونو ته پوره چمتوالی لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close