کاناډا د برما له مشرې خپل افتخاري تابعیت اخلي

کابل.کام – د تلې ۶مه، ۱۳۹۷:

د کاناډا پارلمان پر روهینګیايي مسلمانانو د روانو ظلمونو له امله د میانمار له مشرې آنګ سان سوچي د خپل افتخاري تابعیت اخیستلو پرېکړه کړې ده.

د بي بي سي انګلیسي د رپورټ له مخې، د دې اقدام تر ترسره کېدو یوه ورځ وړاندې د کاناډا لومړي وزیر، جسټین ټروډو، ویلي و چې پارلمان به آغلې سوچي ته د ورکړل شوي افتخاري تابعیت په اړه پرېکړه وکړي.

جسټین ټروډو همداراز ویلي و چې له سوچي به د افتخاري تابعیت اخیستل کېدل د روهینګیايي مسلمانانو د وضعیت په ښه کېدو کې کومه مرسته ونکړي.

کاناډا په ۲۰۰۷ز کال کې آنګ سان سوچي په افتخاري تابعیت ونازوله. کاناډا ترې دمه یوازې ۷ کسانو ته افتخاري تابعیت ورکړی دی.

آغلې سوچي په ۱۹۹۱ز کال کې میانمار ته د ډیموکراسۍ راوستلو له امله د نوبل سولې جایزه هم ګټلې ده.

د یادونې وړ ده، له لسیزو راهیسې، په برما کې مېشت مسلمان اقلیت، روهینګیا، د دولت له لوري ټکول کېږي او هغوی د دې هېواد وګړي نه بلل کېږي. تېر کال نږدې اووه لکه روهینګیايي مسلمانان د پوځ د ظلم له امله ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډوال شول. د دې ظلمونو له امله نړیوالې ټولنې د برما – میانمار – پر پوځي چارواکو بندیزونه لګولي او له هغوی یې غوښتنه کړې چې له داسې کړنو لاس واخلې.

نړیوالې ټولنې پر آنګ سان سوچي هم فشار راوړی چې د پوځ د دې ظالمانه کړنو غندنه وکړې، خو هغه انکار کوي. هېره دې نه وي چې په میانمار کې اوس هم زیات واک د پوځ په لاس کې دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close