کاناډا: وسله وال بريد کې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱)

د کاناډا په ټورنټو کې ښار کې يوه وسله وال بريد کوونکي په خلکو ډزې کړي چې له کبله يې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د فرانسې خبرې اژانس ای اف پي د راپور له مخې، په بريد کې يو تن وژل شوی او د يو ماشوم په ګډون ديارلس تنه نور ټپيان دي.

پوليس وايي، پېښه د ټورنټو ښار په “ګريک ټاون” کي د شپې د لس بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.

د پوليسو په وينا، د ټپيانو له ډلې د يوه روغتيايي وضعیت ښه نه دی.

امنيتي مسوولين وايي، وسله وال بريد کوونکي پر پوليسو هم ډزې وکړې، او څو شيبې وروسته يې خپل ځان پر ډزو وويشت او ووژل شو.

تر اوسه د دغه بريد انګيزه نه او هدف نه دی معلوم او چا يې مسووليت هم نه دی منلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close