کاپيسا: ولايتي شورا وايي چې والي په اداري فساد کې لاس لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) الماس خدرخیل

د کاپيسا ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت والي سيدمحمد خالد هاشمي په اداري فساد کې لاس لري.

د ولايتي شورا منشي محمد امان مبارز ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دغه ولايت کې فساد اوج ته رسېدلی دی.

نوموړي د مثال په توګه وويل: ” په کاپيسا کې د کليو او پراختيايي چارو له لوري د يو پُل جوړېدل وه، چې والي د هر څه خلاف د دغه پل انجينيرانو ته مکتوب واستولو چې خپل کار بند کړي، نوموړی زياتوي چې کله ورباندې له پاسه نه زور راغلو نو بيا يې اجازه ورکړه چې کار شروع کړئ”.

هغه وويل، چې له داسې چارواکو به څه توقع وکړو.

بل پلو د دغه ولايت والي هاشمي د نوموړي دا څرګندونې رد کړي دي.

د ګډ حکومت په راتلو سره په افغانستان کې فساد او جګړه لا زياته شوه او د همدې لامل و، چې دغه هېواد يو ځل بيا د روڼوالي د نړيوال سازمان کلني راپور په لومړيو دريېو هېوادونو کې افغانستان د درېيم مفسد هېواد په توګه اعلان شو.

شنونکي په دې باور دي، چې د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي په فساد کې ښکېل دي، دوی د دې کار ستر لامل نا امني او  د جګړو زور په ګوته کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close