کاپيسا کې امریکايي “شینوک” ډوله چورلکه نسکوره شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۲)

د کاپيسا ولايت به تګاب ولسوالۍ کې د امريکايي پوځ اړوند “شینوک” ډوله چورلکه نسکوره شوې چې طالبانو يې د ويشتلو دعوه کړې ده.

پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د “ناليانو” سيمه کې رامنځته شوې او ځايي سرچينې وايي چې دا مهال د پيښې سيمه د امريکايي ځواکونو له خوا کلابنده ده.

طالب وياند د چورلکې د نسکورولو مسؤلیت په غاړه اخيستی وايي، تيره شپه امریکايي عسکرو غوښتل چې په سيمه کې پر طالبانو چاپه واچوي خو د کيناستو پر مهال د طالبانو له خوا ويشتل شوې او يوې لويې ژورې ته لوېدلې ده.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت امريکايي عسکرو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو د کاپيسا امنيتي سرچينې تاييدوي چې تګاب ولسوالۍ ته ګډ ځواکونه د عملياتو په موخه تللي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، دا مهال د پيښې سيمه د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري کلابند ده او د پيښې ځای ته نورې ايمبولانس چورلکې تګ راتګ کوي.

شينوک ډوله امریکايي چورلکې دي چې ډير کله يې بهرنيان په شپنيو عملياتو او چاپو کې د عسکرو د انتقالولو لپاره کاروي.

طالبان وايي، چورلکې له ويشتل کېدو سره سم اور اخيستی او پکې سپاره عسکر چې (ښايي شمير به يې لسګونه وي) وژل شوي دي.

تير دې مخکې هم د طالبانو په بريدونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو چورلکې نسکورې شوي چې ډير کله د حکومت او بهرنيو سرچينو له لوري د طالبانو له خوا د چورلکې ويشتل کېدل نه دي منلي او يا يې دغه ډول پيښې بيړنۍ ناستې بللي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close